ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله رابور راکړی،د اصفهان پوهنتون د ایران یو ترټولو باؤری پوهنتون دی چې په تاريخي او کلتوري ښار اصفهان کې واقع دی ؛ داسې ښار چې د «ایران کلتوري پلازمینې» په توګه پیژندل کېږي.
د پارس تودي راپور له مخې، دا پوهنتون په ۱۹۴۶ کال (په ۱۳۲۵ لمریز) کې جوړ شوی او اوس له ۱۴ څخه زیات پوهنځي او د کارپيژندنې ،ګریجویشن او ماسټرئ او دغه راز د پي ایچ ډي په سویو سره په لسګونو تحصیلي څانګو په درلولدلو سره د ایران یو علمی قطب پيژندل کیږي.

د هغو نړیوالو محصیلینو لپاره چې په علمي، کلتوري او ارزانه چاپېریال کې په زدهکړې پسې دي، د ایران په مرکز کې اصفهان پوهنتون، یو جذاب او باوري مقصد دی.دا پوهنتون له آسیائي، افریقائي او اروپائي هېوادونو څخه د سلګونو بهرنیو محصیلینو کوربه دی او یوه دوستانه او ډولوالي څخه ډکه پوهنتوني فضا ئې برابره کړې ده.په بنسټیزو علومو، انجینرينګ، بشري علومو او ټولنیزو علومو کې ډېرې څانګې په فارسئ او په انګریزي ژبو وړاندې کېږي او ځینې ماسټرۍ او پی ایچ ډي ډګریو کورسونه په بشپړ ډول په انګریزي ژبه ښودل کېږي.

د ( (Round University Ranking)( RUR موسیسې داعلان په اساس په ۲۰۲۰ کې اصفهان پوهنتون د نړۍ له ۱۱۰۰ غوره پوهنتونونو څخه په ۵۹۱ ځای کې واقع شوی . د ۲۰۱۹ ټایمز د رتبهګڼنې له مخې، اصفهان پوهنتون د بیزنیس د مدیریت په څانګې کې د نړۍ له ۶۰۰ غوره پوهنتونونو څخه په ۵۰۱ ځای کې راغلی .
بهرني محصلین کولی شي د فیزیک ، کمپویټر ساینس ، ریاضي ، جغرافیا، ژب پيژندنه، نړیوال ا رتباطات او مدیریّت په څير له څان؛و څخه د اصفهان په نړیوال پوهنتون کې د خپلې زده کړې څانګه او پروګرام وټاکي . د اصفهان پوهنتون دنړیوالو علمی ملګرتیاؤ دفتر ، د ویزې ، په هوستلونو کې د دیره کیدا، د فارسي ژبې د زده کړې او د تعلیمي او کلتوری پشتیبانئ لپاره د لارښونو پشمول جامع خدمات وړاندې کوي څو بهرني محصلین په ایران کې د زده کړې بډائ او روانې تجروبې ولرل شي.

له دې مخکې د اصفهان پوهنتون دغیر ایرانیو محصلیونو دچارو م دیر سید مهدي لطفی په دغه پوهنتون کې له ۱۲ مختلفو میلیّتونو څخه د یوزر څلور سوه بهرنیو محصلینو د زده کړې دترلاسه کولو خبر ورکړی او وئیلی ئې دي ، پرکمیّت د کیفیّت برلاسه کیدا او د غوره او خوښو تعلیمي او رفاهي او هوساینې د خدماتو پر وړاندې کولو تمرکز ، د نړیوالو محصیلینو د جذبولو لپاره ترټولو ښه تبلیغات دي .
سید مهدی لطفي دغه راز ووئيل؛ بهرنیو محصلینو په اصفهان پوهنتون کې د موجودو زیاتره څانګو هرکلی کړی دی او په دوي کې ترټولو محبوبې او مشهورې د انساني علومو څانګې دي.

مهدی لطفي د ممتازو بهرنیو محصیلینو د لازیاتې جذبونې لپاره د اصفهان پوهنتون د سټراټژيو او پروګرامونو په باب روښانه کړه.د غوره او ممتازو نړیوالو محصیلینو د جذبولو په خاطر ، اصفهان پوهنتون ددغو محصیلینو لپاره د خپل ملاتړ په پروګرامونو کې سکالرشیپونه وړاندې کوي ،تراوسه پورې هم په اصفهان پوهنتون کې څو سوه محصیلینو د سکالر شپونو په چوکاټ کې په زده کړو بوخت دي او د نړیوالو محصیلینو د جذبولو انداز او پروګرام د سږکال هم د دوي د جذبولو د کیفین ښه والي په اساس د ورځې په اساس شوی دی.

اصفهان پوهنتون همدااوس د ایران د یوه ترټولو پخواني او مهم کلتوي او علمی مرکز په توګه،د ایران د لومړئ درجې د پوهنتونونو په لیکه کې او د یوه بنیادي پوهنتون په توګه په مختلفو تعلیمي او څیړنیزو زمینو کې خپل علمي فعالیتونو ته دوام ورکوي. په مناسبو فیسونو سره، په لوړ علمی اعتبار سره ، او نړیوالو تعاملاتو ته په ژمنتیا سره ،اصفهان پوهنتو د درستې نړۍ محصیلینو ته بلنه ورکوي، څو د علم اوپوهې او د نویوالي او کلتوري خبرواترو په لاره کې دې له دغه نړیوال پوهنتون سره یوځای شي..
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i166348-